اسلام آباد 21 ستمبر (اے پی پی) اولس مشر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي چې د عاشور ور?? مونږ ??ه د كربلا د شهيدانو د حق سرلوړۍ او د دین محمدی بقاء لپاره وړاندې كړې شوي لويو قربانيو ياد تازه كوي كومې چې هغوي د حق سرلوړۍ او دین محمدی بقاء لپاره د كربلا په میدان كښې وړاندې كړي۔ د امام حسېنؓ د شهادت پېښه هر كال مسلمانانو ته د دې خ??رې ياد تازه كوي بايد د جبر او ظلم طاقتونو ختمولو له د حاجت پھ وخت د څه قربانۍ وركولو څخه ډډه ونه كړې شي۔ دا هغه ورځ ده كله چې د حق او باطل په جنګ كښې د رسولﷺ نمسي د خپل ځان لويه قرباني وركړه۔ د عاشور ورځ په موقع د قام په نامه خپل پیغام كښې اولس مشر ووئيل د کربلا پېښه ??ون?? ته د اعلیٰ مقصدونو ترلاسه كولو په خاطر د ایثار او قربانی درس راكوي۔ اولس مشر ډاکټر عارف علوی ووئيل په نن ور?? مونږ لوظ وكړو چې ??ون?? به د اسوۂ شبیری په رڼا كښې هر هغه كار كوو كوم چې د انسانیت احترامِ ، جمهوریت بقاء او اسلامی اقدارو ته د ودې وركولو سبب ګرځي او د هېواد د پرمختګ او سوكالۍ لپاره ګټه ور وي۔