اسلام آباد ۔ 9ستمبر (اے پی پی) د چين خارجه وزير وانګ ژي اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره د اتوار په ورځ ايوان صدر كښې ملاقات وك??و۔ د صدارتی سېکرټرېټ پبلک پرېس ونګ لخوا جاري شوي پرېس ريليز ترمخه ملاقات كښې د چين خارجه وزير د اعلی كچې پلاوي مشري كوله۔ خارجه وزير د اولس مشر په حېث په منصب سنبالولو ډاكتر عارف علوي ته مباركي وركړه او دې ئې نوي حكومت لپاره د چينائي مشرتابه نېكو هيلو نه خبر ك??و۔ ده ووئيل ماته دا درناوې ترلاسه دې چې د اولس مشر د سوګند پورته كولو نه وروستو زه اولنې تن يم چا چې اولس مشر سره ملاقات وك??و۔ اولس مشر د نېكو هيلو په څرګندونه د چينائي مشرتابه مننه كولو سره دوه اړخيزه اړيكو لا زياتول?? له د خپل عزم پخل?? وك??و۔ ده دواړو هېوادون?? له د سي پېك اهميت اعتراف كولو سره په دې عملدرآمد له يو وارې بيا د خپل لوظ پخل?? وك??و۔ ده د چين اولس مشر ته د پاكستان دورې بلنه وركړه۔ دې څخه وړاندې د چين خارجه وزير د سوګند پورته كولو دستوره كښې ګډون وكړو