اسلام آباد ۔05 اګست(اے پی پی) د فېډرېشن آف پاکستا ن چېمبرز آف کامرس اېنډ انډسټری(اېف پی سی سی آئی) صدرغضنفر بلور وئيلي دي د امريكا لخوا په آ??ي اېم اېف پاكستان ??ه د قرضې نه وركولو فشار زياتې دې۔ آئی اېم اېف كه په سمدستي توګه په مېرټ پرېكړه ونكړه نو دې سره د دغې ادارې شهرت ته زيان ??سي۔ د اېف پي سي سي آئي صدر خپل بيان كښې ووئيل امريكا دې تر ټولو زيات زيان پورته كوؤنكي اتحادي ته د عدم استحكام ډالۍ ورنكړي ولې چې پاكستان ?? ترهګرۍ په ضد جنګ كښې لوئې ځاني او مالي زيان پورته كړې۔ ده ووئيل امريكا ته معلومه ده چې پاكستان ??ا مهال اقتصادي مسئلو سره مخ دے او د خپل تاريخ تر ټولو لوئے بېل آؤټ پېكج يعني لږ تر لږ 12 اربه ډالرو ته اړتيا لري۔ ده ووئيل چين پاكستان ??ه د دوه اربه ډالرو وركولو ٬ او اسلامي پرمختيائي بانك تېل ا??ستلو له د 4نيم اربه ډالرو او يو بانك د اېل اېن جي اخستلو له ?? 2 سو ملين ډالرو وركولو پرېكړه كړې۔ ولې دا ټول د لنډې مودې حل لپاره دي۔ ده ووئيل نوې حكومت دې اصلاحاتو سره سپېځلتيا باوري كړي دغسې چې غېر ملكي سرمايه كار خپلې سرمايې سره دلته راشي