اسلام آباد 28 مئي (اے پي پي) د منصوبه بندې٬ پرمختګ او اصلاحاتو وزارت د سركاري څانګې د پرمختيائي پروګرام له مخې د روان مالي كال په مهال د صنعت او پېداوار ډويژن پرمختيائي چارو لپاره يو اربه 3 كروړه روپې فنډ جاري كړے۔ حكومت د روان مالي كال په مهال د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرام له مخې د دې ډويژن پرمختيائي چارو لپا??ه دوه اربه 73 كروړه روپې فنډ بېل كړے۔ د پلاننګ كميسون لخوا جاري شويو شمېرو له مخې حكوم?? په سيالكوټ كښې ??راډكټ ډويلپمنټ سنټر لپاره 13 كروړه 45 لكه روپې٬ په نوشېرو فېروز كښې ??راسېسنګ سنټر لپاره 16 كروړه روپې٬ په حب انډسټريل سټېټ كښې ??اټر سپلائي سكيم لپاره 11 كروړه 18 لكه روپې او بوستان انډسټريل سټېټ لپا??ه د 21 كروړه 17 لكه روپو پشمول بېلا بېلو پروژو لپاره فنډ جاري كړے