اسلام آباد ۔ 25 جنوری (اے پی پی) داخله وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي حكومت د خپلو وسائلو په دائره كښې پاتې كېدو سره زده كړو ته بشپړه پاملرنه كوي۔ په نوې ??ني?? كښ?? د ??ده كړو انداز بدل شوې۔ په ټېکنالوجی کمپیوټر او سائنټېفک لټرېچر كښې مونږ ډېر وروستو يو۔ يوازې پاس كېدل كافي نه دي۔ د پاس كېدونكو درجه بندي او د زده كړو معيار ډېر مهم دے۔ مدرسې په مېن سټریم كښې راوستلو له مو ګامونه پورته كړي دي۔ د زيارت په ورځ علامه اقبال اوپن پوهنتون كښې د نېشنل اسسمنټ سسټم ترسېوري لاندې 5م نېشنل سټېک هولډرز کنفرنس ته خطاب كښې داخله وزير ووئيل نوې ??ني?? كښ?? د ??ده كړې انداز بدل شوې۔ د سلېټ او تختۍ په ځائې 4 جی ټېكنالوجی راغلې۔ نن د قلم سره سره د كمپيوټر تعليم هم ضروري دے۔ ده ووئيل زمونږ الميه دا ده چې مونږ د ټېکنالوجی کمپیوټر دنیا او سائنټیفک لېټرېچر پیدا کولو كښې ډېر وروسته يو۔ زمونږ نصاب په رټه اډانه دے۔ ده ووئيل دا وئيلې شي چې مونږ په تعليم پېسه نه مصرف ??وو?? ده ووئيل زه دا نه منم بلكې حكومت د خپلو وسائلو ترمخه زده كړو ته خاص پام لرنه كوي۔ پاكستان كښې كوم هم پرائیوېټ سکول هېډ ماسټرز او هېډ مسټ??ېس ته حكومت څخه زياته تنخا نه وركوي د پرائمری سکول ټیچر اوسط تنخا هم د پرائېوېټ سكولونو ټيچرانو څخه دوه درې چنده زياته وي۔ ولې كاركردګۍ ئې د مزكې آسمان فرق دے۔ ده ووئيل په يوه زمانه كښ?? د ??کول انسپېکشن، مانیټرنګ، اسسمنټ او احتساب نظام وو اوس هغه كمزورې شوې۔ ده ووئيل مونل له به درجه بندي كول وي او د تعليم معيار به ښه كول وي۔ ده ووئيل مونږ له به مقابله كول وي او د تعليم په مېدان كښې به خپله موازنه نړۍ سره كول وي۔ د ماشومانو تخليقي صلاحيتونه به رامخې ته كول وي۔ ده د تعليم وزارت ته په غوره كاميابو ترلاسه كولو مباركي وركولو سره ووئيل د انجینئر بلیغ الرحمن په مشرۍ كښې وزارت ډېر مهم ګامونه پورته كړي دي چې ورسره به د تعليم معيار ښه شي ??و پاكستاني كوچنيانو ته به د معياري تعليم موقې په لاس ورشي۔ ده ووئيل صوبې هم بايد په دې لړ كښې خپل كردار ترسره كړي