اسل??م آباد 02 جنوری (اے پی پی) چين د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان ځانګړې قربانۍ تسليمولو سره وئېلي چين به په هر ډول صورتحال كښې پاكستان سره سم ولاړ وي۔ ددې خيال??تو څرګندونه پاكستان كښې د چين سفير ياؤ جنګ د قامي سلامتيا صل??حكار لېفټېننټ جنرال (ر) ناصر خان جنجوعه سره د نهې په ورځ ملاقات كښې كړې۔ د خبرو اترو په مهال د نورو معاملو سره سره د امريكې اولس مشر ټرمپ په اوسني ټويټ هم بحث وشو۔ د قامي سلامتيا صل??حكار د چين سفير ياؤجنګ ته د ده دوهم كور پاكستان ته په راتلو هرك??ې وئيلو سره د امريكې اولس مشر لخوا د پاكست??ن په ضد په ټويټ د اندېښنې څرګندونه وكړه۔د چين سفير ووئيل زمونږ هېواد به هر ډول صورتحال كښې پاكستان سره اوږه په اوږه ولاړ وي۔ ده د پاكستان سلامتيا او استحكام له د چين د مضبوط عزم پخ??ې وكړو۔ دواړو لارښودو په دې خبره زور راوړو چې پاك چين اړيكې نه يوازې د دواړو هېوادونو د اولس د مفاد??تو ساتنه كوي بلكې سوئېلي آسيا كښې د امن استحكام لپاره هم ضروري دي۔ ده افغانستان كښې د سياسي مصالحت په حاجت زور راوړو۔