اسلام آباد 12 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په ??مالي وزيرستان كښې د پاك پوځ په ګاډي د ترهګرې د بريد سخته غندنه كړې ده د كومې په نتيجه كښې چې سېكنډ لې??ټېنټټ عبدالمعيد او عسكر بشارت شهيدان شوي دي۔ وزيراعظم غم جنو كورنيو سره غمرازي كولو سره د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كړې۔ وزيراعظم وئيلي دي د ترهګرې په ??د ج??ګ كښې د قېمتي انساني ژوند لازواله قربانې به تل ياد ساتلې شي كومې چې زمونږ د قامي تاريخ د مهم جز حېثيت لري۔ دوي د ګران وطن په ??اطر خپلې ګرانې اثانې قربان كړې دي۔ ده ووئيل د قام په ??ېث مونږ به د خپل هېواد دښمنانو په ??د ج??ګ كښې د مېړنو وسله والو ځواكونو لوي خدمات كله هم هېر نه كړو۔ وزيراعظم ووئيل د الله تعالٰي په فضل و كرم په هېواد كښې د ترهګر نېټ ورك ملا ماتولو سره پاكستان د ترهګرې لعنت له ماتې وركړې ده ۔ده ووئېل مونږ دا جنګ ګټلې دے او انشاالله ډېر زر به د هغوي باقيات هم تل لپاره ختم كړې شي۔ (