اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) د نړيوال مالياتي فنډ پوسټ پروګرام مانېټرنګ پلاوي د پاكستان دورې په مهال د خزانې و??ارت چارواكو سره د تكنيكي مذاكراتو پړاؤنه ترسره كړل۔ د خزانې و??ارت لخوا جاري شوي بيان له مخې په مذاكراتي عمل كښې د پاكستان نمائندګي د خزانې سېكتر شاهد محمود او د آئي اېم اېف د پلاوي مشري هير لډ فنګر وكړه۔ د تكنيكي مذاكراتو په مهال په مېكرو اكنامك صورتحال٬ د توان د څانګې په پرمختګ او د مالياتي٬ سماجي څانګو پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې په روانو پرمختيائي پروګرامونو تفصيلي خبرې و??وې۔ د مذاكراتو په پېل كېدو د خزانې سېكتر د آئي اېم اېف پلاوي ته د هېواد د معيشت په اړه تفصيلي بريفنګ و??كړ?? او وې و??يل چې د هېواد معيشت په درست پلو روان دے او اقتصادي اشارئې مثبتې دي۔ پلاوې د سكوك او يورو بانډز د اجرا په اړه هم خبر كړ?? شو۔ د آئي اېم اېف پلاوي د حكومت هڅې و??تائيلې۔ د جمعې په ورځ پلاوي د پاكستان د دولتي بانك ګورنر طارق باجوه سره ملاقات وكړو۔ پلاوي د خالي په ورځ بېلا بېلو حكومتي چارواكو سره ملاقاتونه وكړل۔ د آئي اېم اېف پلاوي په كال 2013م كښې خپله وروستې دوره كړ?? وه۔