اسلام آباد 08 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دې د ټولنې د شراكت دارۍ نه غېر د پوليس نظام نشي ښه كېدې٬ د ټېكنالوجي كارولو نه غېر د جرمونو مخ نيوي ممكن نه دے ٬ نېشنل پوليس بېورو دې اسلام آباد پوليس ماډل پوليس جوړولو لپاره فعاله ك??دار تر سره كړي ۔ احسن اقبال دا خبرې د جمعې په ورځ د نېشنل پوليس بېورو دورې په مهال وكړې۔ د كال 2008 نه پس د كوم داخله وزير دا وړومبن?? دوره ده۔ په دې موقع د نېشنل پوليس بېورو ډائرېكټر جنرل شوكت حيات داخله وزير ته ??ري??نګ وركړو۔ داخله وزير امر وكړو جې پوليس اداره دې په جديدو خطوطو استوار كړې شي۔ ده ووئيل د ټولنې د شراكت دارۍ نه غېر د پوليس نظام نشي ښه كېدې٬ د ټېكنالوجي كارولو نه غېر د جرمونو مخ نېوې ممكن نه دے۔ ده ووئيل ترهه ګرۍ ته ماتې وركولو لپاره د ټېكنالوجي نه استفاده كول ضروري شوې۔ داخله وزير نېشنل پوليس بېورو ته هدايت وكړو چې نېشنل پوليس بېورو دې اسلام آباد پوليس ماډل پوليس جوړولو لپاره فعاله ك??دار ولوبوي۔ ده پوليس اصلاحات پحقله د نېشنل پوليس بېورو د فعاله ك??دار ترسره كولو امر وكړو۔داخله وزير وړومبې نېشنل پوليس سمټ او اېكسپو د جنورۍ په 29مه نيټه ك??ل 2018 كښې د كولو امر هم وكړو۔ نېشل پوليس سمټ او اېكسپو كښې به د ټولو صوبو پوليس ګډون كوي او اولس به د پوليس د اصلاحاتو د كاركردګۍ نه خبرولې شي او دې سره سره به قامي او نړيوال پوهان په جديد پوليسنګ لېكچر هم وركوي۔ د اېكسپو مقصد د پوليس پېشه وره صلاحيتونه لا ښه كول او جديد پوليسنګ معرفي كول دي۔