اسلام آباد 26 نومبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون وفاقي وزير سناتور مشاهدالله خان وئيلي دي چې په زهرجو ګازونو قابو موندلو لپاره به پاكستان نړيوالو هېوادونو سره مرسته روانه سات??٬ پاكستان د هغو هېوادونو په لسټ كښې په وړومبي صف كښې دے كوم چې د زهرجنو ګازونو په ماحول ??ښې د اخراج په مخنيوي كښې خپل كردار ترسره كوي۔ ده دا خبرې د كاناډا په مونټوريا ښار كښې د ملګرو ملتونو د ماحوليات?? پروګرام له مخې د نړيوالو وزيرانو يوې غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ په دې دوه ورځنې غونډه كښې د 197 ??ېوادونو وزيرانو٬ حكومتي پلاوو او د غېرسركاري ادارو د ماحولياتو پوهانو٬ سائنسدانانو او څېړنكارو ګډو?? وكړو۔ وفاقي وزير غونډې ته ووئيل چې په زهرجو ګازونو قابو موندلو لپاره به پاكستان نړيوالو هېوادونو سره مرسته روانه ساتي او په دې لړ كښې به خپل كردار ترسره كوي۔