اسلام آباد 02 نومبر (اے پي پي) د سړي سر شمېرې له مخې د نوې حلقه بنديو لپاره د دستور (بدلون) بل 2017 قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړی شو خو د سپيكر په مشرۍ كښې شوې غونډه كښې په بدلون اتفاق كونكو ګوندونو په اي??ان كښې يو ځل بيا اعتراضات وكړل۔د دې نه پس بل مؤخر كړی شو۔د زيارت په ورځ زاهد حامد اسلامي جمهوريه پاكستان دستور كښې د بدلون كولو بل دستور(بدلون)بل 2017 اي??ان ته وړاندې كړو۔سيد نويد قمر ووئيل چې د بل لپاره قانوني تقاضې نه دي پوره كړې شوې٬زاهد حامد ووئيل چې دا معامله سي سي آئي ته د وړلو خبره كوم ګوند نه ده كړی٬ټولو ګوندونو د سپيكر په موجودګۍ كښې اتفاق كړې ؤ۔په دې اړه دا وئېل چې آئيني تقاضې نه دي پوره كړی شوې سمه نه ده۔ډاكټر فاروق ستار ووئيل په سړي سر شمېرې بېل تحفظات رامخې ته شوي٬ تر ټولو زيات او لويې اعتراض كراچۍ لري۔ډاكټر شيريں مزار?? ووئيل چې مونږ په كمېټۍ كښې دې بدلون ته سلا شوي يو خو تندۍ څخه دې ډډه وكړې شي۔په اصولي توګه مونږ كوم اعتراض نه لرو خو نور ګوندونه چې كوم اعتراضات لري هغه دې لرې كړې شي۔محمود خان اچكزئ?? ووئيل ??ا ايجنډا د ټولو ګوندونو په بشپړه مرسته رامخې ته شوې٬كه كوم ګوند ته د دې نه پس هدايت ترلاسه شوي نو دا سمه نه ده٬ټول ګوندونه هلته موجود وو او ټولو لوظ كړې وو۔شاه ج?? ګل آفريد?? ووئيل چې په غونډه كښې زه نه يم رابل??ې شوې٬د فاټا 12 چوكۍ دي خو په دې كښې د مېرمنو چوكۍ نشته۔صاحبزاده طارق الله ووئيل سپيكر ټول ګوندونه رابللي او په دې اتفاق شوې٬مونږ په وخت ټاكنې كول غواړو۔دوهم سپيكر په بل د غور كولو تحريك اي??ان ته وړاندې كړو كوم چې منظور كړی شوې خو بل منظور نه كړې شو