اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي د پاکستان او روسيې ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې مرسته په دوه اړخيزه اړيكو كښې استحكام پلو ګامونه دي ٬ حکومت د توان بېلو ذريعو پلو پام ګرځول او د هېواد د توان حاجتونه ترسره كولو عزم لري ۔وزيراعظم دا خبره د روسيې د فېډرېشن د توان نائب و??ير يوري پي سنټيورن سره كړې چا چې د جمعې په ورځ وزيراعظم دفتر كښې خپل پلاوي سره وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره وليدل۔ وزیراعظم د توان وزارت سره د روسيې د پلاوې ستائنه كولو سره هيله څړګنده كړه چې د انفراسټركچر وده٬ د توان او مواصلات په څانګو كښې د سرمايه كارۍ پراخه امكاناتو په اړه د بېلا بېلو وزارت??نو لخوا د بريفنګ په تناظر كښې به د پلاوي دوره ډېره ګټوره ثابت شي ۔ وزیراعظ?? ووئيل د پاكستان اقتصادي منظر نامه د تېرو څلورو كالو په مهال بيخي بدله شوې او په نړيواله كچه ئې اعتراف كېږي۔ وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل نېغه په نېغه خارجي سرمايه كار راغب كولو لپاره سازګار كاروباري ماحول جوړولو لپاره جامع ډهانچه وركولو لپاره د سرمايه كارۍ پاليسي وضع كړې شوې ده ۔ د برېښنا انچارج و??ير اوېس لغاري، د پټروليم دوهم و??ير جام كمال خان او پاكستان كښې د روسيې سفير الېکسي وائے دیدوف هم د ملاقات په مهال موجود وو۔ دې څخه وروستو وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د پاكستان او روسيې ترمېنځه د ګاز لوظنامې لاسليك كولو په دستوره كښې هم ګډون وكړو۔