اسلام آباد 10 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم د هوا بازۍ صلاحكار سردار مهتاب احمد خا?? وئېلي دي ايئر لائنز او اړوندې ادارې دې د اسلام آباد په نوې هوائي ا??ه د كارګو هينډ لينګ او نور سروسز منتقل كول او د تنصيب عمل ګړندې كړي٬ضلعي انتظاميه دې تر هوائي ا??ه رسنې لپاره ټرانسپورټ روټس او ايئر لائنز خپلوملازمانو له نوې هوائي ا??ې ته رسنې لپاره هر ډول ممكنه آسانې وركړي٬د اپرېل په 20مه نېټھ به په نوې نړيواله هوائي ا??ه د پروازونو تګ راتګ پیل شي۔ده دا خبرې د نهې په ورځ په بېنظيرنړيواله هوائي ا??ه د اسلام آباد د نوې هوائي ا??ې د آپرېشنل تيارۍ په اړه د جاج اخستنې غونډې ته د وېنا په مهال وكړی۔په غونډه كښې د اي??ي اېشن سېكتر عرفان الهي ٬ د پي آئي اے چيف ايګزېكټيو آفيسر مشرف رسول سيام٬د پي آئي اے٬ايئر بلو٬سيرين ايئر لائن چارواكو هم ګډون وكړو۔غونډې ته د پي آئي اے سي اي او تفصيلي بريفنګ وركړو۔غونډې ته وئيلې شوو چې په بېنظيرنړيواله هوائي ا??ه به فلائيټ آپرېشن د اپرېل په 19مه نېټھ د شپې په 11 بجې 45 دقيقي بند شي او د دې نه 3 ساعته پس به د آپرېل په 20مه نېټھ سهار 3 بجې د اسلام آباد په نوې نړيواله هوائي ا??ه پروازونه پیل شي۔ د وزيراعظم صلاحكار سول اي??ي اېشن اتهارټۍ ته هدايت وكړو چې پھ نوې هوائي ا??ه د پروازونو پیل كېدو نه وړاندې په قامي ورځپاڼو كښې د نوې هوائي ا??ې د روټس او رسنې په اړه اشتهارات جاري كړئ او په وېب پاڼه هم معلومات وركړئ