اوسلو 16 فروری (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقی وزیر احسن اقبال وئيلي دي پاکستان څو كاله وړاندې د نړۍ تر ټولو خطرناك هېواد ګرځولې شو خو نن په اسياﺀ كښې تندۍ سره رامخې ته كيدونكو معیشتونو كښې شامل شوے٬هدفي وژنې ، لینډ م??فیا او د قلنګ اخستو كل??ور قېصې له مينځه تللې ۔ د ناورے خپلې يوې ورځنۍ دورې پھ مهال د پاکستان سفارت د اړخه په يوه دستوره كښې پاکستانی ورورولۍ ته خطاب کښې ده ووئيل پاکست??ن د نړۍ په هغه وړومبو 5 معیشتونو كښې شامل شوې كومو چې د تيرو 5 كلونو په مهال تر ټولو لوړه شرح نمو ترلاسه كړې۔ ده ووئيل اوسنې حکومت چې كله اقتدار كښې راغلو نو د هېواد اقتصادی شرح نمو3 فیصده وه، تير كال د هېواد اقتصادی شرح نمو5.3 فیصده ته رسيدلې دغسې د روان كال په مهال تر 6 فیصده رسيدو امک??ن دے۔ احسن اقبال ووئيل نېشنل ګرډ كښې 11 زره میګاواټ برېښنا شاملولو سره صنعتی شرح نمو زياته شوې، هېواد كښې د امن وضعه ښه شوې ۔ ده ووئيل څو كاله وړاندې د کراچۍ کاروبار او د سرمایه کارۍ مرکزي حیثیت ختم شوې ؤ خو نن هدفي وژنې ، لینډ م??فیا او د قلنګ اخستو كل??ور ختم شوې۔ ده ووئيل د 100 څخه زياتې كارخانې بيا فعاليدو سره د کراچۍ معیشت ښه شوې۔ دغسې ګڼو پرمختيائي پروژو پيل كولو سره د بلوچستان وضعه هم ښه شوې۔ وفاقی وزیر ووئيل سی پیك يو ګيم چینجر منصوبه ده كومه كښې چې د 46 اربه ډالره څخه زياته سرمايه كاري كېږي، د پرمختيائي وژن2025 ء په رڼا كښې به ټولې پروژې بشپړولې شي۔ د سمندر پورې غاړه پاکستانیانو د هېواد په معیشت كښې کردار رامخې ته كولو سره وفاقی وزیر ووئيل ترسیلات زر هېواد لپاره زيات اهميت لري۔ ده په ناروے كښې د مېشته پاکستانیانو د سرمایه کارۍ ډاډګيرنې سره په هغوي زور راوړو چې د پاکست??ن د سفیر په هيڅ خپل کردار ترسره كړي۔ دې څخه وړاندې وفاقی وزیر د ناروے خپل همڅنګ سلویا لیستوګ او اسټيټ سیکتر هیلورسین سره ملاقات وكړو