اسل??م آباد 08 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی په يوه ورځنۍ دوره سیالکوټ ته رسيدلې دې۔ سیالکوټ ته په رسيدو د خارجه چارو وزیر خواجه محمد آصف د وزیراعظم هركلے وكړو دغسې د كورنيو چارو وفاقی وزیر احسن اقبال او د هوا بازۍ سلاحكار سردار مهتاب احمد هم د وزیراعظم سره ؤ۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د سیالکوټ په هوائي ميدان د نړيوال ټرمېنل پرانسته وكړه۔ د خپلې دورې په مهال به وزیراعظم سیالکوټ كښې د مسلم لیګ (ن) ورکرز کنونشن ته خطاب کوي او د سیالک??ټ ایوان صنعت او تجارت غړو سره به ملاقات هم كوي۔ د نېشنل هائی وے اتھارټی چارواكو وزیراعظم شاهد خاقان عباسی ته د سیالکوټ۔لاهور موټر وے په پروژه بریفنګ هم وركړو۔په دې مهال د این ایچ اے چارواكو وزیر اعظم ته ووئيل د سیالکوټ۔ ??اهور موټر وے اوږدوالې 91.4 کلومېټره دې په دې به 43 اربه 84 کروړه روپۍ لګښت راځي۔ دوي ووئيل سړك به په څلورو برخو كښې جوړولې شي او د د پروژې وړومبۍ برخه به اپریل، دويمه برخه به اګست دغ??ې پاتې دوه برخې به د روان كال تر دسمبر بشپړ كړې شي۔ د این ایچ اے چارواكو ووئيل د سړكونو بنیادی ډھانچے ته پراختيا وركولو په اړه په ټول هېو??د كښې نور سړكونو او موټر وے هم جوړولې شي۔