اسلام آباد 21 دسمبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پاکستان ورور او اسلامي هېواد قزاخستان سره اړيكو ته ډېر د قدر په سترګو ګوري ٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت ز??اتوالي ته اړتيا ده۔اولس مشر ممنون حسېن دا خبره د قزاخستان موده ترسره كوٶنكي سفير بخت بېګ شبرایوف سره وكړه چا چې د زيارت په ورځ اولس مشر سره ايوان صدر كښې ملاقات كولو۔ ولس مشر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه په هره كچه غوره اړيكې شته خو د شريك تجارت ز??اتلولو ډېر ګ??جائش هم شته او دې پلو پاملرنې ته اړتيا ده ?? اولس مشر د قزاخستان خپله دوره يادګاره وګرځوله او د شنګهائي مرستې نتظيم كښې د پاكستان د بشپړه غړيتوب لپاره ئې د قزاخستان په ملاتړ مننه وكړه۔ اولس مشر پاكستان كښې د قزاخستان د سفير موده يادګار او ګټوره ګرځولو سره ووئيل سفير مونږ د پاكستان ښه ملګرے او پاكستانے ګڼو۔ اولس مشر سفير ته د قزاخستان اولس مشر ٬ حكومت او اولس ته د نېكو هيلو پېغام ورسول وسپارل۔ د قزاخستان سفیر ووئيل د قزاخستان اولس پاكستان خپل ورور او ن??دې ملګرې ګڼي۔ ده پاكستان كښې د خپلې وظيفې په مهال په مرسته كولو د اولس مشر او حكومت مننه وكړه