اسلام آباد 29 نومبر (اے پی پی) پاكستان د شمالي كوريا لخوا د بېلسټك ميزائل په تجربه د سختې اندېښنې څرګندونه كولو سره دا د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو خلاف ورزي ګرځولې۔د شورو په ورځ د خارجه دفتر و??اند لخوا د جاري شوي يو بيان ترمخه پاكستان تېره ورځ د شمالي كوريا لخوا د بېلسټك مېزائل پ?? تجربه د سختې اندېښنې څرګندونه كولو سره وئېلي دي چې دې ډول ګامونو سره د ابنائے كوريا او قطبي ختي??ې آسيا سيمه كښې د امن او استحكام په مقاصد منفي آغېز راتلې شي۔پاكستان په شمالي كوريا زو?? راوړې چې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو ترمخه خپلې ذمه وارۍ ترسره كولو سره د داسې كاروائيو څخه ډده وكړي چې ورسره منطقه كښې د كړكېچن حالت سوا كېدو اندېښنه وي۔پاكستان په ټولو اړوند ډلو زو?? راوړې چې هغه دې په ابنائے كوريا كښې امن او استحكام په ځاې ساتلو او د تاؤ تريخ??ال?? كمولو لپاره د مذاكراتو او سفارتكارۍ لاره خپله كړي