اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پی پی) د ق??مي اسمبلۍ سپيكر سردا?? اياز صادق وئېلي دي چې پھ كشمير د هندي ځواكونو ??اصبانه قبضه د تاريخ يو تور باب دے٬د كشمير مسئله يو فليش پوائنټ دې كوم چې نه يوازې منطقې بلكې د ټولې نړۍ امن لپاره يو دائمي خطر دې٬نړيواله ټولنه دې د دې مسئلې سمدستي حل او په مقبوضه وادۍ كښې د هندي ځواكونو لخوا د ظلمونو ??و د بشري حقونو څخه د كېدونكو سرغړونو ??اتمې لپاره خپل مهم كردار ترسره كړي۔ده دا خبرې پھ مقبوضه كشمير كښې د تورې ورځې په موقع په خپل پیغام كښې وكړی كومه چې هر كال د اكتوبر په 27مه نېټھ پھ مقبوضه كشمير د هندي ځواكونو ?? غاصبانه قبضې په ضد د احتجاج په توګه په ټوله نړۍ كښې لمانځلې شي٬ كشميري اولس سره د يو والي څرګندونه كولو سره د ق??مي اسمبلۍ سپيكر ووئيل چې كشميري وروڼو سره زمونږ رشته يوازې د مذهب٬كلتور او د انسانيت په بنيادونو نه بلكې د پولې په دواړه خوا د اولس ترمينځه د وينې رشته ده۔ده ووئيل چې پاكستان د ملګرو ملتونو ?? قراردادونو له مخې د كشميري اولس پھ هيلو د كشمير د مسئلې حل لپاره پوخ عزم لري۔ده كشميري اولس ته په ټولو سيمه ايزو او نړيوالو فورمونو ?? كشمير مسئلې تر حل پورې د پاكستان لخوا د دوي د سياسي٬سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتلو باور وركړو۔ده په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا د ظلمونو ??خته غند??ه وكړه۔ده ووئيل چې د كشميري اولس د خپلواكۍ د حق تحريك ?? ټوپك په زور نه شي تر پښو لاندې كېدې۔ده د دې باور څرګندو??ه وكړه چې د خپلواكۍ حق لپاره د كشميري اولس لخوا وركړی شوې قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔د ق??مي اسمبلۍ دوهم سپيكر مرتضٰی جاوېد عباسي په دې موقع په خپل پیغام كښې ووئيل چې پھ مقبوضه سيمه كښې د بشري حقونو څخه سرغړونه يو اوږد تاريخ لري٬د ملګرو ملتونو ?? قراردادونو له مخې مقبوضه سيمه يوه لانجمنه سيمه ده چې پكښې ريفرنډم كول لا پاتې دي۔