اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر وئيلي دي چې د اكتوبر 24مه نيټه د آزاد كشمير د 70مې تاسيس ورځ د تاريخي لوظ د پخلي ورځ ده۔ د آزاد كشمير د تاسيس د 70مې ورځ په موقع په خپل پېغام كښې ده ووئيل چې نن د دې تاريخي لوظ د پخلي ورځ ده چې مونږ به د مقبوضه كشمير د اولس د ??پل??اكۍ د حق او مقصد ترلاسه كولو لپاره هڅې روانې ساتو۔ ده ووئيل چې نننۍ ورځ په دې خبره د غور كولو ورځ هم ده چې د جمو او كشمير رياست يوه برخه د هند د ناجائز تسلط څخه آزادولو او د ھغه ځائ اولس ته د ??پل??اكۍ حق وركولو مقصد مونږ څومره مخ په وړاندې بوتللې او دا هڅې منطقي انجام ته رسولو لپاره به مونږ له نورې څومره هڅې كول وي۔ ده ووئيل په نننۍ ورځ مونږ ته دا لوظ هم كول دي چې د آزاد كشمير او پاكستان اولس او حكومت به تر ھغه وخت په قلار نه كېښني تر څو چې د مقبوضه كشمير اولس خپل د ??پل??اكۍ حق نه وي ترلاسه كړے۔ ده ووئيل چې اوسني وزيراعطم شاهد خاقان عباسي هم د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو په فورم په ښه ډول پورته كړې او په ټوله نړۍ كښې زمونږ سفارتخانې او په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازې په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا د بشري حقونو څخه د ??رغ??ړونو په ضد او د كشميريانو د ??پل??اكۍ حق لپاره غږ پورته كوي۔ ده ووئيل چې د دې لوظ پخلې كول دي چې مونږ به د ??پل?? كشميري وروڼو د ??پل??اكۍ حق او آزادۍ لپاره هر ډول سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتو۔