اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي) د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې د قامي سلامتيا كمېټۍ 13مه غونډه وشوه۔ په غونډه كښې د كورني او بهرني امنيتي صو??تح??ل او په نړيوال او سيمه ايز تناظر كښې د رامخې ته شويو د قامي سلامتيا چېلنجونو او خطراتو جاج واخستل شو۔ د غونډې په مهال د ډونلډ ټرمپ د سوئېلي آسيا په اړه په پالېسۍ هم بحث وشو۔ په غونډه كښې د دفاع وزير خرم دستګير خان٬د خزانې وزير اسحاق ډار٬د كورنيو چارو وزير احسن اقبال٬خارجه وزير خواجه محمد آصف٬د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال زبير محمود حيا٬سرلښكر قمر جاوېد باجوه٬د سمندري پوځ مشر اېډمرل محمد ذكاﺀ الله٬د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مار??ل سهيل امان٬د قامي سلامتيا صلاكار ??ېفټيننټ جنرال(ر)ناصر جنجوعه٬د آئي اېس آئي ډائرېكټر جنرل لېفټيننټ جنرل نويد مختار او سينئر سول او پوځي چارواكو ګډون و??ړو?? په غونډه كښې د كورني او بهرني امنيتي صو??تح??ل او په نړيوال او سيمه ايز تناظر كښې د رامخې ته شويو د قامي سلامتيا چېلنجونو او خطراتو جاج واخستل شو۔ كمېټۍ پريكړه وكړه چې د 5 نه تر 7 ستمبر 2017 په مهال د سفيرانو كنفرنس نتيجې يا سفارشات مرتب كولو لپاره به ذيلي كمېټۍ جوړولې شي كومه به چې د نېشنل سېكورټي كمېټۍ په راتلونكې غونډه كښې په خاص تجويزونو غور كوي۔ د آرمډ فورسز پرمختيائي پروژې جاج اخستلو سره كمېټۍ پريكړه وكړه چې په رامخې ته شوي صو??تح??ل كښې قامي سلامتيا باوري كولو لپاره يو موثره دفاعي تشخص ساتل پكار دي۔ دا په يوه اونۍ كښې د خپل نوعيت دوهمه غونډه وه۔ په غونډه كښې د افغانستان په اړه د امريكې د ن??ې پالېسۍ په نتيجه كښې په پیدا شوي صو??تح??ل او پھ دې لړ كښې د پاكستان په حكمت عملۍ غور وكړے شو۔