اسلام آباد 12 جولائي (اے پي پي)د سترې محكمې لخوا د دوو بندونو جوړولو پحقله د جولائي په 4مه نيټه د پرېكړې په تناظر كښې د زيارت په ورځ د ديامر بهاشا او مومند بند د عمل درآمد كم??ټۍ غونډه د واپډا چيئرمېن لېفټېننټ جنرال (ر) مزمل حسېن په مشرۍ كښې وشوه۔ په غونډه كښې د سترې محكمې لخوا د ټ??كلې شوو غړو پشمول د (بجټ) فنانس ډویژن دوهم سېكتر ، آبي وسائلو وزارت جوائنټ سېكتر ، د وزيراعظم آفس سېكتر ، د واټر پلاننګ ډويژن سينئر چيف٬ د ګلګت بلتستان چيف سېكتر ، د خېبر پښتونخوا بورډ آف رېونيو سينئر غړې او دوهم چيف سېكتر (ډوېلپمنټ) ګډون كړې۔ غونډه كښې د واپډا پخواني چيئرمېن شمس الملك او پخواني چيئرمېن ظفر محمود پشمول د عملدرآمد كم??ټۍ لخوا 18 نور ټاكلې شوو غړو opted-Co هم ګډون وكړٶ۔ د ديامر بهاشا او مومند بند د عملدرآمد كم??ټۍ او د واپډا چيئرمېن لېفټېننټ جنرال (ر) مزمل حسېن خپلو خبرو كښې ووئيل د ستري محكمې د تاريخي پرېكړې په سوب د عملدرآمد كم??ټۍ له دا ??ړومبنې موقع ده چې ھغه په هېواد كښې اوبو مسئلې حل لپاره قامي فريضه له په زړه پورې ډول كار كوي ۔په غونډه كښې په بندونو د عملدرآمد موثره نګرانۍ له په بېلا بېلو اقداماتو تفصيلي خبرې وشوې۔ كم??ټۍ دواړو بندونو لپاره پنځه بېلا بېلې ذيلي كمېټې جوړولو لپاره هم منظوري وركړه چې پكښې لېنډ اېكوزيشن اېنډ ري سېټلمنټ٬ فنانس٬ پرو??يو??منټ٬ س??يو??ټي او كوآرډينېشن ذيلي كم??ټۍ شامل دي۔ غونډه كښې دا ??م پرېكړه وشوه چې ټولې ذيلي كم??ټۍ به تر 20م جولائي د خپلو خپلو چارو پحقله بريفنګ وركوي او تر 23م جولائي به خپلو راپورونو ته حتمي شكل وركولو سره مركزي عملدرآمد كم??ټۍ ته وړاندې كوي او په دواړو منصوبو د پېشرفت پحقله د عملدرآمد كمېټي به د جولائي په 24مه نيټه خپل راپور سپريم كورټ ته وړاندې كوي