كراچې 07 جولائي (اے پي پي) د اطلاعاتو٬ خپر??نو?? قومي تاريخ او ادبي ورثه وفاقي وزير بېرسټر علي ظفر وئيلي دي چې ټولټاكنې به د جولائي په 25مه نېټه كېږي٬ د نګران حكومت دا ذمه واري ده چې سپېځلې او په وخت ټاكنې وكړي او په دې لړ كښې ??ول چمتووالې ني??ل شوے٬ ووټران اېجوكېټ كولو لپاره دې مېډيا خپل كردار ترسره كړي چې دغسې اولس د ښه كانديدانو ټاكنه وكړي٬ د اطلاعاتو وزارت له مخې د پي ټي وي پشمول ټولو نشرياتي ادارو لپاره مونږ پاليسي جوړه كړې چې ټولو سياسي ګوندونو ته دې د بر??برې پ?? بنياد وخت وركړے شي او ټولو ګوندونو ته دې يو ډول كورېج وركړې شي٬ د اخلاقو ضابطه جوړول د ټاكنو د كميسون كار دے او پېمرا هم يوه آزاده او خپلواكه اداره ده٬ وفاق به د صوبائي حكومتونو مرسته كوي۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ د پاكستان باني قائداعظم محمد علي جناح په مزار د حاضرې كولو نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې ??كړې۔ د دې څخه وړاندې ده د پاكستان باني په مزار حاضري وكړه او په مزار ئې د ګلونو څادر وغوړولو او فاتحه خواني ئې وكړه۔ د دې نه پس وفاقي وزير د سيورېج واټر ټريټمنټ پلانټ د بنياد تيګه كېښوده۔ په دې موقع خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې ټولټاكنو لپاره تيارې ترسره كړې شوې دي۔ ده ووئيل چې مونږ قوم ته پېغام وركولو چې خپل ووټ دې صحيح وكاروي۔ ده ووئيل چې د اطلاعاتو وزارت له مخې د پي ټي وي پشمول ټولو نشرياتي ادارو لپاره مونږ پاليسي جوړه كړې چې ټولو سياسي ګوندونو ته دې د بر??برې پ?? بنياد وخت وركړے شي او ټولو ګوندونو ته دې يو ډول كورېج وركړې شي۔ ده ووئيل چې د قائداعظم محمد علي جناح وژن وو چې پاكستان يو پرمختللې هېواد جوړ شي۔ ده ووئيل چې خلق دې د پاكستان په پرمختګ كښې خپله بر??ه واچوي۔ ده ووئيل چې اوبه د هېواد لويه مسئله ده چرته چې د بندونو جوړولو ضرورت دے ورسره د اوبو د بچت كولو ضرورت هم دے۔