اسلام آباد ۔ 3 جولائی (اے پی پی) لنډ مهاله وزيراعظم جسټس (ر) نا??ر الملک وئيلي دي جمشېد ماركر يو تجربه لرونكې سفارتكار ؤ ۔ د پېچلو ستونزو حل كولو له د هغه صلاحيتونه په نړيواله كچه ستائلې او منلې شوي۔ ارواښاد د پاكستان قامي مفاد ته وده وركولو له ډېرې ستړې كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ خارجه دفتر كښې پخواني سفارتكار ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ لنډ مهاله وزيراعظم په دې مهال خاص مېلمه ؤ ۔ خارجه وزير عبد الله حسېن هارون مېلمنو ته هركلې اووې كومو كښې چې د آزاد ??مو?? و کشمیر صدر سردار مسع??د خان، د کابینې غړي ، سفارتکار او پخواني سفيران شامل وو۔ د خ??رجه دفتر وياند ترمخه وزیراعظم جسټس (ر) نا??ر الملک د جمشېد مارکر خذمات ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل ارواښاد د هېواد يو نوموړے سفارتكار ؤ چا چې قامي مفاد ته وده وركولو له ډېرې ستړې كړي۔ د آزاد ??مو?? و کشمیر صدر مسع??د خان ووئيل جمشېد ماركر د پاكستان په ځلنده سفيرانو كښی ؤ چا چې فعاله سفارتكاري ميراث كښې پرېښودې ده۔ خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه ارواښاد ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل جمشېد ماركر د تاؤ تريخوالي په چاپېرچل كښې هم د خ??موشې او غوره سفارتكارۍ فن كارولو۔ دې ووئيل پاكستانې اولس او په خاص توګه خارجه دفتر به د ارواښاد خ??مات ټول عمري ياد ساتي۔ د جمشېد مارکر لُور نيلوفر ماركر خپل پلار ته په عقيدت وړاندې كولو د خ??رجه دفتر مننه وكړه۔ په دې مهال وزيراعظم خارجه دفتر كښې د جمشېد ماركر كنفرنس روم د تختې مخ كتنه هم وكړه۔