اسلام آباد 28 اپرېل (اے پی پی) د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټېلي مواصلاتو وفاقي وزير انوشه رحمان وئېلي دي چې حكومت د زده كونكو لپاره د انفارمېشن او كميونيكېشن ټېكنا??وج?? پروګرام د كار دائره تر ټولو صوبو رسولو منصوبه بندي كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې “ټيكنګ سټاك اينډ موونګ فارورډ” په سرخط كنفرنس ته خطاب په مهال وكړه۔ كنفرنس د نېشنل ټېكنا??وج?? فنډ او يونيورسل سروس فنډ د انفارمېشن ټېكنا??وج?? وزارت په ??شت??اك سره شوې ؤ۔وفاقي وزيرې ووئيل د انفارمېشن ټېكنالوجۍ وزارت 26 ارب روپۍ لګښت سره په بلوچستان د صوبې اولس له تهري جي سروسز وركولو پروژه پېل كړی۔دا صوبه كښې د تاريخ تر ټولو لويه سرمايه كاري ده چې مقصد ئې ګڼ شمېر كليو له د تهري جي سروس وركول دي۔دې ووئيل چې ټېلي كام كمپنۍ د يو اېس اېف د لارې ?? هېواد په محصولاتو كښې خپله برخه شاملوي٬د پاكستان ټېلي كام آپريټرز كوم كښې چې يوفون هم شامل دې٬ په 12 پروژو ترلاسه كولو كښې كامياب شوي۔كمپنۍ 12.4 ارب روپۍ ماليت پروژې د بلوچستان په بېلا بېلو ښارونو سبي٬قلات٬خضدار٬چاغي آواران٬خاران٬واشك او ډېره بګټي كښې معارفي كړي۔ وزيراعظم وئېلي دي چې حكومت هر ډول هڅه كوي چې تر 2020 به پاكستان كښې فائيو جي ټېكنا??وج?? معارفي كړې شي۔