اسلام آباد 5 اپریل (اے پی پی) وزیر اعظم شاهد خاقان عباسی به د افغان اولس مشر محمد اشرف غنی په بلنه (نن) د جمعې په ورځ په يوه ورځنۍ دوره كابل ته ځي۔ د وزیراعظم د افغانستان دورې كولو مقصد دوه اړخيزه اړيكو كښې مثبت پیشرفت ته وده وركول او د دواړه هېوادونو او سيمه كښې كوټلې امن ??استحکام او اقتصادی سوكالۍ په لړ كښې شريكې هڅې لا قوي كولو له مرسته كول دي۔ د خارجه دفتر لخوا د زيارت په ورځ جاری شوې بیان له مخې د وزیراعظم دا دورہ افغانستان كښې كوټلې امن ??و استحکام لپاره طالبانو سره د اولس اشرف غنی وړاندېز په اړه د پاکستان د مرستې او دوه اړخيزه رابطې مستحکمولو ت??اظر كښې ده۔ وزیراعظم به د افغان اولس مشر اشرف غنی او چیف ایګزیکټو ډاکټر عبداللہ عبداللہ سره په شريكه مرسته ، د كډوالو په ستنيدو ، د نشه ائ توكو پیداوار او قاچاق مخنيوي ، افغان امن ??مل او سيمه ايزې سیاسی او امنيتي وضعې پشمول د شريكې خوښې په چارو ت??صیلی مشاورت کوي۔ بیان له مخې پاکستان به افغانستان كښې د بنیادی ډھانچې، تعلیم او صحت څانګو كښې د كار استعداد زياتولو د لارې د افغانستان د پرمختګ هڅو له مرسته روانه ساتي۔ په دې لړ كښې به وزیر اعظم د افغان قیادت سره د دواړه هېوادونو ترمينځه د مزل اسانيو په تګلاره ،تعلیمی معاونت او پاکستان كښې افغان وګړو له طبی اسانيو او د دواړه هېوادونو ترمينځه تجارت او راهدرۍ ??سانيو ت?? په پراختي?? وركولو باندې خبرې كوي۔ د سيمه ايزې همغږۍ ودې له دواړه هېوادونه د ترکمانستان، افغانستان، پاکستان، ??ند ګاز پائپ لائن او مينځنۍ اسياﺀ ، سوئيلي اسياﺀ ، الیکټرك سټی ټرانسمېشن او ټريډ پروجیکټ (کاسا 1000) په شان مهمو سيمه ايزو اقدامات كښې ګډون كوي۔وزیر اعظم شاهد خاقان عباسی په تېرو ورځو كښې (تاپی) ګاز پروژې پرانستې دستوره كښې هرات كښې د افغان اولس مشر سره ګډون كړے ؤ۔