کراچی ۔ 12 دسمبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي په اېم كيو اېم پاكستان د بندېز كوم وړاندېز يا اراده نه لرو۔ د اېم کیو اېم لندن په ضد به د قانون ترمخه كاروائي كېږي۔ كراچۍ كښې اېګزېکټو پاسپورټ آفس جوړېدو سره به وګړو ته آساني ترلاسه شي۔ كوم ګوندونه چې سېنېټ څخه د سړي سر شمېرې قانون منظورول ځنډوي هغوي په وخت ټاكنې نه غواړي۔ د خزانې پخواني وزير اسحاق ډار په ضد د سياسي ايجنډې ترمخه مقدمې جوړولې شي۔ وفاقی حکومت د هېواد په كوم هم ښار كښې مېټرو بس له يوه ورپۍ نه ده وركړې او كراچۍ كښې ګرین بس سروس له مو د 24 اربه روپو فنډز باوري كړې۔ د هاكۍ نړيوالې مقابلې به هم كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د نهې په ورځ کلفټن كښې د اېګزېکټو پاسپورټ آفس پرانستې په مهال دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ??وئ??ل کراچۍ كښې د اولس اسانۍ له د اولني اېګزېکټو پاسپورټ دفتر پرانسته شوې۔ د وفاقی حکومت لخوا دې څخه وړان??ې كراچۍ كښې د نادرا لخوا درې مېګا سېنټرز پرانستلې شوي ۔ ده ??وئ??ل پاسپورټ اېګزېکټو آفس كښې د پاسپورټ جوړولو پراسېسنګ وخت 5 دقيقې مقرر شوې۔ ده ??وئ??ل وفاقی حکومت د هېواد په كوم هم ښار كښې مېټرو بس له يوه ورپۍ نه ده وركړې او كراچۍ كښې ګرین بس سروس له مو د 24 اربه روپو فنډز وركول باوري كړې۔ دغسې د دې ځائې وګړو ته د څښلو پاكو اوبو رسنې له وفاقي حكومت 12 اربه روپۍ وركوي۔ احسن اقبال ??وئ??ل د كراچي سركلر رېلوے منصوبه هم مونږ سي پېك كښې شامله كړې او د ډيزائنګ كېږي۔ ده ??وئ??ل کرپشن به بېخي زغملې نه شي۔ كوم هم وګړې كه په غېر قانوني هلو ځلو كښې ونيولې شو نو په ضد به ئې سخت ګام پورته كولې شي۔ ده ??وئ??ل د كال 2013ء او نني پاكستان كښې ډېر لوئے فرق دے۔ د برېښنا په ستونزه قابو موندلې شوې۔ د ترهګرو مل?? ماته كړې شوې٬ كراچۍ ته امن بېرته راغلې او هدفي وژنې د نشت برابر دي۔ وفاقي وزير ??وئ??ل د پاكستان د پرمختګ دښمنان هېواد عدم استحكام سره مخ كول۔ مونږ له به سياسي استحكام او جمهوري تسلسل په ځائې ساتل وي او په ??ې كښې زمونږ د ټولو كاميابي ده۔ ده ??وئ??ل پاكستان كښې په 65 فیصده فیډرز لوډشېډنګ ختم كړې شوې۔ احسن اقبال ??وئ??ل د نړيوال سازش ترمخه د پاكستان د ناكامه كولو هڅې كېږي خو مونږ به څوك دې ته نه پرېږدو۔ ده ووئېل نن د هېواد اقتصادي صورتحال څو چنده ښه شوے۔