اسلام آباد ۔ 11 دسمبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو او قامي او ادبي ورثې دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي د تېرو 30 ٬ 35 كلونو په مهال ترهګرۍ د پاكستان كلتور ٬ قامي ورثې او فلمي صنعت ته زيان رسولې۔ موجوده حكومت د 4 نيم كلونو په مهال د پخواني وزيراعظم نواز شريف د ويژن ترمخه د كامياب او فعاله تګلار د لارې د ترهګرملا ماته كړې۔ وسله وال ځواك او اولس د ترهګرۍ په جنګ كښې بلها قربانۍ وركړې دي۔ اوس هم سفر جاري دے۔ د امن او امان غوره وضعې په نتيجه كښې پاكستان كښې د نړيوالو مېچونو او نړيوالو اخترونو په شمول د نړيوالې كچې نورې هلې ځلې هم بحال شوي دي۔ پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف د فلمي صنعت بحالۍ له مراعاتي پېكج اعلان كړې۔ چې مقصد ئې هېواد كښې د فلمي صنعت بحالي ده۔ په نړيواله كچه د پاكستان مثبت تشخص ته وده وركولو له فلم تر ټولو غوره كردار ترسره كولې شي۔ پاكستان كښې د فلم ډائرېكټورېټ په جوړولو هم كار روان دے۔ دې د ګل په ورځ د پاكستان نېشنل كونسل آف دي آرټس (پي اېن سي اے) او ??ير??ني سفارت كلچرل ونګ ??ه ګډه د 7 ورځني ??ير??ني فلم فيسټيول پرانستې دستورې ته خطاب كولو۔دوهمې وزيرې د ??ير??ن سفير مهدي هنر دوست سره شمعې بلې كړې او كېك پرېكولو سره ئې د فيسټيول پرانسته وكړه۔ دوهمې وزيرې خپل خطاب كښې د فيسټيول په كولو د ??ير??ني سفارت مننه وكړه۔ دې وئيل د 60 ??و 70 په لسيزه كښې د پاكستان فلمي صنعت د نړۍ په لويو فلمي صنعتونو كښې شمېرلې شو۔ ولې د تېرو څو لسيزو په مهال ترهګرۍ كلتور ٬ فلم او قامي ورثه د منځه وړلې۔ دې ووئيل موجوده حكومت د 4 نيم كلونو په مهال د پخواني وزيراعظم نواز شريف د ويژن ترمخه د كامياب او فعاله تګلار د لارې د ترهګرملا ماته كړې۔ وسله وال ځواك او اولس د ترهګرۍ په جنګ كښې بلها قربانۍ وركړې دي۔