اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي)د شريكې ګټې كونسل(سي سي آئي) هېواد كښې د يو ډول او معياري تعليم لپاره د قامي ټاسك فورس جوړولو پريكړه كړې ده ٬د پیټروليم ايكسپلورېشن اينډ پروډكشن پالېسي 2012 كښې د بدلون وړاندېز هم منظور كړی شوے٬د ګيس فيلډز نزدې ودانو او كليو ته د ګاز رسنې په لړ كښې ټول خرڅونه به د وېش كمپنۍ ?? سرشمېرې د درېمې ډلې څخ?? د توثيق كولو عمل پھ لږ وخت كښې د بشپړولو له هڅه كولې شي٬د برېښنا پیداوار٬د وېش كمپنو لپاره تحصيص او د صوبو لخوا د لوډشېډنګ د دورانيې به هره ګړۍ څارنه كولې شي٬دا تګلار به د ګاز څانګې لپاره هم كارولې شي۔د شريكې ګټې كونسل غونډه د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي پھ مشرۍ كښې د جمعې په ورځ وزيراعظم هاؤس كښې وشوه۔غونډې د اتلسم آئيني بدلون تر مخه د لوړو زده كړو كميسون او دا ډول نورو ادارو سره د اړوندو چارو جاج اخستو نه پس په هېواد كښې د تعليمي معيار لپاره د قامي ټاسك فورس جوړولو پريكړه وكړه۔دا ټاسك فورس به د نصاب او تعليم سره د اړوندو چارو جاج اخلي او په هېواد كښې د يو ډول او معياري تعليم نظام لپاره به خپل سفارشات مرتب كوي۔په غونډه كښې د اېل اېن جي درآمد كولو چارو په اړه هم پريكړه وشوه۔په دې لړ كښې به د صوبو تحفظات اړوند وزارت ته استولې شي او په دې معامله به د اړوند وزارت په رايو د شريكې ګټې كونسل په راروانه غونډه كښې غور كولې شي ٬ ګيس فيلډز ته نزدې په پينځه كلوميټره كښې دننه ودانو او كليو ته د ګاز رسنې په لړ كښې ټول خرڅونه به د وېش كمپنۍ پورته كوي۔د بلوچستان په معامله كښې به تر ټولو نزدې تحصيل هېډكوارټر يا ډسټركټ هېډكوارټر ته د ګاز رسنه باوري كولې شي۔غونډه كښې د نېټ هائيډل پرافټس په معامله هم غور وشوه۔غونډې ته ووئيل شول چې پھ دې لړ كښې به د دوو صوبو مسئله وزيراعظم سره ملاقات كښې حل كولې شي۔په دې مهال د شماريات ډويژن ?? سرشمېرې نتيجې د درېمې ډلې څخ?? د توثيق كولو پھ معامله بشپړ فريزنټېشن وركړې شو۔په غونډه كښې پريكړه وكړې شوه ?? سرشمېرې د درېمې ډلې څخ?? د توثيق كولو عمل به پھ ډېر لږ وخت كښې د بشپړولو هڅه كولې شي۔?? سرپلس شكرو برآمد كولو په معامله غونډې اي سي سي ته د مالي كال 18-2017 په مهال د 1.3 ملينه ميټرك ټنه چينو برآمد كولو اجازه وركولو پريكړه وكړه۔غونډه كښې پھ دې مهال اتفاق وشو چې د برېښنا پیداوار٬د وېش كمپنو لپاره تحصيص او د صوبو لخوا د لوډشېډنګ دورانيې به هره ګړۍ څارنه كولې شي او دا تګلار به د ګاز څانګې لپاره هم كارولې شي٬د اتلسم آئيني بدلون په تناظر كښې اي او پي آئي او د وركرز ويلفئير فنډز مسئلو حل كولو په لړ كښې د شريكې ګټې كونسل د يوې ذيلي كمېټۍ جوړولو پريكړه وكړه كومه به چې د سمندر پورې پاكستانيانو پھ وفاقي وزير٬قانون لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال٬د صوبو د محنت په وزيرانو٬د خزانې سېكتر او د سمندر پورې غاړه پاكستانيانو په سېكتر مشتمله وي۔غونډه ته نېشنل واټر پالېسي هم وړاندې كړی شوه۔