اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د قانون او انصاف پارلماني سېكت?? ملك عبدالغفار ډوګر وئيلي دي چې د احتساب قومي بيورو لخوا د ګرېنډ حيات هوټل په اړه پلټنې روانې دي او د مقدمې تفتيش اوس اېف آئي اے كوي۔ د جمعې په ورځ د قو??ي اسمبلې په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د وسيم اختر شېخ د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د احتساب قومي بيورو لخوا روانې پلټنې په تفتيش كښې بدلول لا پاتې دي۔ ده ووئيل چې د اسلام آباد هائي كورټ په هدايت د مقدمې تفتيش اوس اېف آئي اے كوي۔