اسلام آباد 11 ستمبر (اے پی پی)وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره د پاكستان فارماسيوټيكل مينوفيكچرنګ اېسوسي اېشن(پي پي اېم اے)پلاوي د چيئرمېن ډاكټر شېخ قيصر وحيد په مشرۍ كښې ملاقات وكړو۔د هلت سروسز وفاقي وزيره سائره افضل تارړ او د پي پي اېم اے عهديداران هم ملاقات كښې موجود وو۔ پلاوي وزيراعظم د فارما سيوټيكل څانګې كاركردګۍ او پېښو مسئلو څخه خبر كړو۔وزيراعظم د داروګانو ېيعې په اړه په پالېسۍ د خيالاتو څر??ندونه ك??لو سره په دې خبره زور راوړو چې په دې لړ كښې د يو داسې مكنزم ضرورت دے چې بې وسه اولس د ګرانو داروګان اخستو جوګه شي او دا به د فارماسيوټيكل څانګې لپاره په تجارتي توګه د عمل وړ وي۔وزيراعظم د فارماسيوټيكل څانګې ودې له معيار او یپداواري اهميت رامخې ته ك??لو سره ډرګ ريګوليټري اتهارټي ته امر وكړو چې په دې لړ كښې پالېسۍ جوړې ??ړي??په دې مهال وزيراعظم ه باور وركړې شو چې د داروګانو بيعو په اړه به د اولسي ګټې تحفظ باوري ك??لو سره د پاكستان برآمدات زيات??لو كښې فارما سيوټيكلز مهم كردار ترسره كوي۔