اسلام آباد ۔ 23 اګست (اے پی پی)د كورنيو چارو وزير احسن اقبال وئيلي دي قانون ټولو لپاره يو دے۔ د هېواد وزيراعظم كه عدالتونو ته مخامخ كېدې شي او هغه له سزا وركولې شي نو آئين ماتونكي او هېواد ته زيان رسوونكي هم بايد عدالتونو ته مخامخ شي۔ پاكستان به سيمه كښې امن له ګاونډيانو سره په ګډه خپل كردار ترسره كوي۔ ترهګرۍ ته ماتې وركولو له اشتراك او مرستې ته اړتيا ده۔ د نادرا دائره كار به پراخه او اسانۍ به زياتولې شي۔ د شورؤ په ورځ بليو اېريا كښې د نادرا مېګا سروس سنټر دورې په مهال د ابلاغ ذريعو نمائندګانو سره خپلو خبرو كښې داخله ??زير ووئيل د نادرا سروس سنټر دورې مقصد د نادرا لخوا وګړو ته د وركړې شوو اسانيو جاج اخستل دي۔ ده ووئيل نادرا يو سپېځلې اداره ده۔ 1998ء كښې زمونږ حكومت د وژن 2010ء تر سېوري لاندې د دې ادارې بنياد اېښودې ؤ ۔ اوس دا په نړۍ كښې د ډېټا بېس يو لېجنډ اداره جوړه شوې۔ ده ووئيل ما د نادرا دفترونو او موبائ?? وېنز شمېرې زياتولو له امر كړے دغسې چې د هېواد په ټولو سيمو كښې ??ول?? د نادرا اسانيو څخه استفاده وكړي۔ ده ووئيل د 70 موبائ?? وېنز زر تر زره دې باوري كړې شي او وګړو له به د دوئ?? كورته نزدې د پاسپورټس او شناختي كارډ وركول باور?? كوو۔ ده ووئېل د آن لائن نظام پېل كېدو سره وګړو او په خاص توګه بهر هېوادونو كښې پاكستانيانو ته به ډېرې اساني ترلاسه شې۔ وېزې به هم آن لائن جار?? كولې شي او د دې دائره به پراخه كولې شي۔ د امريكې نوې پالېسۍ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې داخله ??زير ووئيل خارجه وزارت په دې معامله د پاكستان دريځ بيان كړې۔ پاکستان د ترهګرۍ په ضد د كوم هم هېواد څخه زياتې قربانۍ وركړې دي او مونږ ترهګرو تر ټولو زيات په نښه كړې يو۔ پاكستان چې د ترهګرۍ په ضد كومې كاميابۍ ترلاسه كړي مثال نه لري۔ ده ووئېل د ترهګرۍ په ضد زمونږ عزم څوك خوشحالول يا خفه كول نه دي بلكې امن راوستل دي۔ مونږ په ټوله ??ړۍ كښې امن غواړو۔ سوكالھ سباؤن له ??وازې په پولو نه بلكې سيمه كښې هم بايد امن وي۔ ده ووئېل ګاونډيانو هېوادونو سره په ګډه سيمه كښې امن لپاره په خپل كردار ترسره كوو۔ ده ووئيل د سيمې هېوادونو له ??ه ګډه د ترهګرۍ په ضد كار كول وي۔