اسلام آباد 09 جنوری (اے پي پي)داخله چارو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ چيئرمېن سناتور رحمان اے ملك سره د چين دوهم چيف آف مشن لي جيان راهوكي د نهې په ورځ د هغه په كور ليدلې دي ۔ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې چارو پشمول سي پیك سره په اړوندو منصوبو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔په دې مهال دواړو اړخود سيمه ايز امن سلامتيا او پرمختګ لپاره په ګډه ??ار كولو له د عزم څرګندونه وكړه۔سناتور رحمان ملك ووئيل هر پاكستانے په پاك چين ملګرتيا وياړ لرې۔ولې چې چين ټول عمري په هر مشكل وخت د پاكستان مرسته كړې۔ده ووئيل چين او پاكستان دواړه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كوي۔ده ووئيل ايسټ تركستان اسلامك موومنټ(اي ټي آئي اېم)د دواړو هېوادونو شريك دښمن دے۔ده افغانستان سره د داعش په زياتېدونكي كردار د تحفظاتو څرګندونه كولو سره ووئيل كه نړيوالې ورورولۍ په وخت ګامونه پورته نه كړل نو داعش القاعده څخه زيات لويې خطر جوړېدې شي۔نړيوالې ورورولۍ له پكار دي چې د انسانيت دښمن او څوك چې سيمه ايز امن ته زيان رسوي د هغوي په ضد يو موټې شي۔ده ووئيل پاكستان او چين سي پیك منصوبه مخ په وړاندې بوځي۔ده ووئيل پاكستان كښې به چينائي كارمندانو او كمپنو ته تحفظ وركولې شي۔د چين دوهم چيف آف مشن د سناتور رحمان ملك د پاك چين ملګرت??ا بشپړه ملاتړ ستائېلو سره د هغه مننه وكړه۔ده ووئيل چين به د پاكستان خپلواكۍ او جغرافيائي سلاميت حفاظت له د پاكستان سره ولاړ وي