اسلام آباد 10 دس??بر (اے پي پي) د اطلاعاتو ٬ خپرونو او قومي ورثه دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب ??ئيلي دي چې عمران خان نن بيا هغه پخوانې ريكارډ چلولې٬ هغه د خپلو تقريرونو د لارې خپل ځان بې وقوف جوړوي٬ ووايه د تېرو څلور نيمو كلونو په مهال دې څومره د برېښنا پروژې ولګولې٬ ووايه 350 د اوبو بندونه چرته دي٬ِ عمران خان ص??حب قوم ته ووايه انصاف بس چرته دے٬ ووايه د احستاب كميشن تالا به كله پرانيځې٬ عمران خان ص??حب تا د تېرو څلور نيمو كلونو په مهال د ژړا كولو٬ دروغ وئيلو او كنځلو كولو نه علاوه نور څه وكړل٬ عمران خان ص??حب اوس خو به ان شاالله اورنج ټرېن هم ترسره شي٬ ستا به څه كېږي٬ عمران ص??حب دې په راتلونكې وېنا كښې په خېبر پښتونخوا كښې د خپل حكومت په كاركردګې يوازې درې جملې ووائي۔ د اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښې دوهمې وزير مريم اورنګزېب ??وئيل چې عمران خان ص??حب تا چې د تېرو څلورو كلونو په مهال څومره دروغ ووئيل كه دومره كار دې كړے و نو د خېبر پښتونخوا خلقو به ستا په ضد د بني ګالا نه بهر احتجاجي مظاهرې نه كولې۔ هغې ووئيل چې عمران ص??حب ټول قوم ستا كرپشن٬ مني لانډرنګ٬ د جوارې پېسو٬ د ګوند فنډنګ٬ په پارلمان بريد ٬ په پي ټي وي برېد كسېونو كښې د ترهګرې د مخ نيوي عدالت٬ د ټاكنو كميسون او سترې محكمې ته ګوري۔ هغې ووئيل چې عمران ص??حب ته د پاكستان او په خاص توګه د كے پي كے د اولس نه د كوم څيز بدل اخلې۔ وفاقي حكومت د تېرو څلور نيمو كلونو په مهال ستا د برخې كار هم كړے٬ ځكه چې ته خو د كانټينر څخه نه راكوزېدے۔ هغې ووئيل چې عمران ص??حب كه تا د تېرو څلور نيمو كلونو په مهال په خپلو مشورو هم عمل كړے و نو د خېبر پښتونخوا د خلقو حالت به ښه و۔ عمران ص??حب په خېبر پښتونخوا كښې دې مېټرو او بس سروس خو پېل نه كړے شو اوس خو ركشه سروس پېل كړه۔ عمران ص??حب به په راتلونكې غونډه كښې وشمېري چې د تېرو څلور نيمو كلونو په مهال ئې څومره دروغ وئيلي دي۔