شانګله ۔ 03 دسمبر (اے پی پی) د وزيراعظم سلاكار او د پاكستان مسلم ليګ (ن) خېبر پختونخوا صدر امير مقام وئيلي چې د دښمن د بزدلۍ بريدونو سره به د ا??لس حوصلې كمزورې نه شي۔ د ترهګر ناوړه ارادو څخه دا څرګندېږي چې هغوي د پردو په اشارو چلېدو سره د پاكستان غېر مستحكم كولو ناكامه هڅې كوي۔ د زرعي تربيتي ادارې شهيدانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ سياسي اختلافات يو خواته كولو سره به ټولو ګوندونو له د ترهه ګرۍ په ضد ټينګ ودرېدل وي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د زرعي تربيتي ادارې پېښې يو شهيد شوي د شانګلې طالبعلم شهيد بلال احمد په قبر د ګلونو څادر خپ??ولو څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ په دې مهال ده غمجنې كورنۍ سره غمرازي هم وكړه۔ ده ووئيل د زوي په شهادت وياړ كوؤنكي د شهيد بلال احمد مور پلار او كورنۍ د ستائنې وړ ده۔ د وفاقي حكومت لخوا به يوه اونۍ كښې ??ننه د حق رسېدليو كسانو كورنيو ته 10 ٬ 10 لكهه ٬ سخت ژوبل شويو ته 5 ٬ 5 لكهه او معمولي ژوبل شويو ته 2 ٬ 2 لكھه روپۍ وركولې شي۔ ده ووئيل د پاك پوځ فعاله كاروايو او د ترهګرو په ضد د عملياتو په سوب بد حواس شوي ترهګر اوس تعليمي ادارې او تش لاسې اولس په نښه كولو سره په خپلو ناوړه ارادو كښې ?? كاميابېدو هڅه كوي ولې دوئي به دې هڅو كښې چرې كامياب نه شي۔ ده ووئيل حكومت د ترھګرۍ مخنيوي له عملي ګامونه پورته كوي۔ په دې لړ كښې ?? پاك پوځ ٬ پوليس او قانون نافذ كوؤنكو ادارو كاركردګي او قربانۍ د ستائنې وړ دي۔ ده ووئيل په دې پېښه لارښود نواز شريف او د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په شمول ټول اولس خفه دے۔ ده ووئيل د شهادتونو باوجود د شهيدانو مور پلار حوصلې ته سلام وړاندې كوؤ۔ ده ووئيل د ترهګرۍ نوغې ويستلو له قامي يو والي ته اړتيا ده دغسې چې نوي كول ته يو امناكه پاكستان ترلاسه شي۔ ده ووئيل وفاقي حكومت د ترهګرۍ ختمولو له عملي ګامونه پورته كوي او ډېر زر به پاكستان د ا??ن او سوكالۍ مركز جوړ شي۔