اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د برېښنا ترسيل نظام بهترۍ په حقله چارو لپاره د اړوندو محكمو چارواكو ترمېنځه د قوي را??طو جوړولو امر كړې دې ۔ وزيراعظم دا امر د برېښنا او توان پحقله د غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړو ٬ كومه چې د نهې په ورځ وزيراعظم دفتر كښې وشوه۔ په غونډه كښې د برېښنا وزير سردار اوېس احمد خان لغاري، د پټروليم وزير ج??م كمال خان ٬ د اړوند ډويژنونو سكېتران?? ٬ ?? سوئي نادرن ګاز پائپ لائنز اېم ډي ٬ د آئل كمپنو د مشا??رت?? كونسل چيف اېګزېكټو افسر ٬ د اټك ريفائنري چيف اېګزېكټو افسر او نورو چارواكو ګډون وكړو۔ په دې موقع وزيراعظم ته هېواد كښې د برېښنا او توان طلب او رسنې په موجوده وضعه بريفنګ وركړې شو۔ غونډه كښې د دې عزم پخلې وشو چې هېواد كښې نه يوازې ښه برېښنا موجوده ده بلكې په را??لونكو مياشتو كښې د ضر??رت??نو ترسره كولو لپاره پېداواري استعداد هم شته۔ وزیراعظم ته ووئيل شول د تېرو څو ورځو په مهال د برېښنا تعطل د برېښنا كمبوت نه بلكې په ډسټري بيوشن كمپنو كښې د تكنيكي وجوهاتو له امله رامخې ته شوې ٶ۔ وزیراعظم د برېښنا ترسيل نظام بهترۍ په اړه چارو لپاره د اړوندو محكمو چارواكو ترمېنځه د قوي را??طو جوړولو امر كړې ۔ وزيراعظم ټولو ډسكوز ته د ترسيلي نظام په ځائ د ساتلو او د بهترۍ راوستو امر هم وكړو دغسې چې پېداوار كښې د اضافې له مخې د تعطل نه غېر د برېښنا وركړه ممكنه شي او عام وګړي دې څخه استفاده وكړي