پېښور۔ 29 اکتوبر(اے پی پی) د وزيراعظم سلاكار او د مسلم ليګ (ن) صوبائي صدر انجينئر امير مقام وئيلي چې تحریک انصاف طاهر القادری،جمعیت نظریاتی او مولانا سمیع الحق ځان سره د اخستلو ب??وجود د كال 2013 په مقابله كښې 8 زره كم و??ټ اخستلي دي۔ سره د ټګۍ او درې ګوندونو سره د اتحاد كم و??ټ اخستل د تحريك انصاف سياسي مرګ دے۔ دا ماتې خوړل د تحريك انصاف د خپله لاسه دي په دې اعلی وزير پروېز خټك بايد استعفی وركړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده پېښور كښې د حلقه اېن ا?? فور ګوند مشرانو او كارمندانو ته خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل اعلی وزير هر ځائې د جنون خبره كوي٬ په تحريك انصاف كښې يواځې جنون ??ات?? شوې باقي خېر ??ېريت دے۔ ده ووئيل په حلقه اېن ا?? فور كښې د پرمختيائي كارونو پېل ما كړے وو او كه لوئے څښتن ته منظور وي نو سباؤن كښې به هم د كومې قربانۍ څخه سرغړونه نه كېږي۔ ده ووئيل په دې حلقه كښې پرمختيائي كار تندۍ سره روان دے۔