ن??وی??رك 21 ستمبر (اے پی پی) د اسلامی جمهوریه ایران ??ول?? مشر ډاكټر حسن روحانی وئيلي دي ایران به د اتومي لوظنامې ماتولو لپاره وړاندې والې نه كوي، د بلې ډلې د اړخه د خلاف ورزۍ به كوټلې او مستحکم ځواب وركولې شي۔ د شورو پھ ورځ ن??وی??رك كښې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 72مې غونډې ته په خپل كښې د ايران ??ول?? مشر ډاكټر حسن روحانی ووئيل كه كوټلې لوظنامه د نااهل س??استمدارو د لاسو ځپلې كېږي نو د افسو وړ خبره ده خو دې سره به بيا هم د ايران د پرمختګ عمل نه ځپلې كېږي۔ حسن روحانی ووئيل كه امريكا د نړيوالو لوظنامو خلاف ورزي كوي نو دې سره به نه يواځې امريكې ته زيان رسي بلكه نړيوال ساکھ به هم ځپلې كېږي، د خبرو اترو او لوظنامو پھ اړھ به د ټولې نړۍ په امريكې باور ختم شي۔ حسن روحانی ?? لبيا په حقله د تهران د دريځ پخلې كولو سره ووئيل اتومي لوظنامه د دوو كالو د خبرو اترو په نتيجه كښې رامخې ته شوې،د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل او نړيوالې ورورولۍ د سلامتی کونسل د قرارداد بائیس اکتیس د لارې د دې حمایت کړې ۔??ول?? مشر ووئيل لوظنامه د يو څو هېوادونو سره تعلق نه لري بلکې دا د سلامتی کونسل يو دستاویز دے او دا د ټولې نړيوالې ورورولۍ سره تعلق لري۔ حسن روحانی ?? ایران د دفاعی طاقت او توان ذکر کولو سره ووئيل د ایران د توغندي پروګرام يواځې د دفاعی نوعیت دے او د دې مقصد سيمه كښې امن او استحکام محفوظ ساتل دي۔ د سيمه ايزو بحرانونو ذکر کولو سره ??ول?? مشر حسن روحانی ووئيل س??مه كښې د بهرنيو طاقتونو د مداخلت په نتيجه كښې عدم استحکام پیدا شوې۔ ده ووئيل بهرني طاقتونه سيمه كښې مداخلت او د تباهۍ وړ وسلې خرڅولو لپاره په ایران د بدامنۍ خپرولو تور لګوي۔ده ووئيل نړۍ ته دا ووئيل غواړم چې د بهرني مداخلت او د سيمې په وګړو خپله مرضی مسلط کولو پھ نتيجه كښې به بحران خپريږي۔ده ووئيل س??ريه ، یمن او د بحرین د بحرانونو كوم پوځي حل نه شته بلكه د تشدد مخنيوي ، او د ??ول?? د رايو احترام کولو سره دغه بحرانونه ختميدې شي