اسلام آباد 17 ستمبر (اے پی پی) د ملګر?? ملتونو عمومي اسمبلۍ كښې به د امنيت ،امن او په نورو نړيوالو چارو بحث د نهې ورځ څخه پيل كېږي۔ نړيوالې ادارې د عمومي اسمبلۍ اعلیٰ پائې كلنې غونډې ټول انتظامات بشپړ كړې، وزیر اعظم شاهد خاقان عباسی به د ګل په ورځ نیو یارك ته ځي۔ د اعلیٰ پائې غونډه كښې به د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسی پشمول 100 څخه زيات نړيوال لارښود ګډون كوي۔ د بيلو هې??ادونو اولس مشران ، وزیر اعظمان او ځ??نې اعلیٰ مندوبین به په مرکزی سرخط د خيالاتو څرګندونه كوي۔ تر جمعې ورځ 90 حكومتي مشرانو بحث كښې برخه اخستلو له لاس ليك كړې۔ د عمومي اسمبلۍ اوسني صدرمیروسلیف لج لګ د پرانستې خطاب كښې وئيلي چې ملګري ملتونه د اولس لپاره جوړ كړې شوې۔ د ملګر?? ملتونو عمومي اسمبلۍ په ایجنډا 174آئټمز دي۔نیو یارك كښې د عمومي اسمبلۍ غونډې پھ موقع امنيتي انتظامات شوې دي۔ د پاکستان وزیر اعظم شاهد خاقان عباسی به (نن) په 18ستمبر د ګل پھ ورځ نیو یارك ته ځي۔ ?? نړيوالو لارښودو په وړاندې خپل وړومبي خطاب كښې به وزیر اعظم شاهد خاقان عباسی د هې??اد په مهمو نړيوالو سیاسی ، سماجی مسئلو ٬ په پ??مخ??يائي چارو د پاکستان نکته نظر وړاندې كوي۔ اټلانټك میډیا کمپني کوآرټرز انډیا ویب پاڼې سره خپله مركه كښې په ملګر?? ملتونو كښې د پاکستان سفیرې ملیحه لودھی ووئيل وزیر اعظم به د شخړيز کشمیر معامله هم پورته كوي ځكه چې دا مهال د پاکستان او هند ترمينځه خبرې اترې د جمود ښکار دي۔ دې ووئيل دوه اړخيزه خبرې اترې د هند د اړخه ځپلې شوي ځكه پاکستان لپاره د کشمیر مسئله په نړيواله كچه پورته كول زیات اهميت لري او نړيوال لارښود به د پاکستان دريځ اوري۔ د پاکستان وزیراعظم به ګڼو لارښودو او د ملګر?? ملتونو عمومي سیکتر انټونیوګوئېټرس سره دوه اړخيزه ملاقاتونه كوي۔